د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ اتمه برخه

     

 غواړم دلته دګران ډاکتر صاحب سباوون هغه ليکنه له دوی او taand.com څخه په مننې راواخلم چې د ځان څخه دخوند اخيستنې په اړه يې کړې ده.(۲)

     (قدرمنو لوستونکو! دغسې ډیرې نورې پوښتنې هم مونږ ته رسیدلې  دي ما ډیرې هغه دلته نه دي نقل کړي دي ځکه چې ډیرې سره ورته وې  خو له دغسې پوښتنو له بده مرغه دې نتیجې ته ورسیدم چې له دې سره سره چې موږ مسلمانان یو او حتی داسلام لپاره قرباني ورکوو خو هیڅکله مو فکر ونه کړچې داسلامي تعليماتو په اساس خپل ژوند سنبال کړو ډیر ځله موږ لمونځ او روژه نیول داسلام اساسي ارکان بولو خو له نورو ډیرو شیانو غافله یو زه فکر کوم چې له لوېدیځې دیموکراسۍ وروسته  چې دثور دانقلاب په شان دافغانانو له چمتووالی پرته پرې وتپل شوه دغسې ناسم کارونه نور هم زیات شوي دي ځکه چې فساد نن سبا اوج ته  رسیدلی دی باور وکړئ زه ددغو پوښتنو په ځوابولو شرمیږم خو چې دخپلو ځوانانو ناپوهي او دغه انحراف ګورم ددې مطلب دلیکلو په وخت له حده ډیر خواشينی یم هغه ملت چې دجهاد نارې ېې په ټوله نړۍ کې انګازې کوي  په کومو ناخوالو اخته شوی دی په هرحال په دې هکله ډیرې خبرې نه کوم اواصلي بحث ته ستینږم دجرق وهلو او استمننا په هکله په یوه مخکيني بحث کې هم ما لنډ معلومات درکړي خو دغسې ډیرو پوښتنو مجبوره کړم په یوه تفصیلي بحث کې  ېې وڅیړم له ټولو ځوانانو او ځلمکیانو هیله کوم چې دغه مطلب په دقت سره ولولي ځکه چې  ټولو ته دکار خبرې پکې شته دي .

       جرق وهل یا استمنا یا( masturbation) هغه عمل دی چې نارینه یا میرمن په خپله دځان دارضا کولو لټه وکړي  له جنسي اړیکو سره ېې توپير په دې کې دی چې په جنسي اړیکه کې  انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه  ارضا کیږي خو په استمنا کې یوازې له دحسي حواسو په وسیله سړی ارضا کیږي  اوهرڅه په تناسلي الې پورې محدودیږي چې دا مجازي ارګاسم دی په حقیقي جنسي اړیکه کې دبدن ټول غړي غږمله وي  او ټول پنځه ګوني حواس یوځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یوخیالي جنسي  چاپریال رامنځته کړو په دې معنا کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کیږي او په نتیجه کې خبره تر انزاله پورې رسیږي دبدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي خو په استمننا کې یوازې دتناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پرمازغو ډیر فشار راځي ترهغه چې شهواني چاپریال برابر اوانزال ترسره شي په جلق یا استمنا کې دبدن نور غړي لکه سترګې ،غوږونه ،او حتي دذایقې حواس فعالیت نه کوي کله چې دغه فشار پر مازغو راځي طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي .او انسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ وي. دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډیره انرژي  ورسره ضایع کیږي او تناسلي اله هم  له کار لویدلی شي .

        د دغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې دحافظې کمزورتیا  ،داشتها خرابي، دهضمولوستونزې، سالنډي، خلق تنګي، حسد او کینه، مالیخولیا، دوینې کمی، انزوا او ګوشه ګیري، دویښتانو تویدل ، دسترګو کمزورتیا ، ضعیفي ، دملا دردونه،  په تعادل کې ستونزه ، او ډیرې نورې ناخوالې  یادولی شو. دغه چاره په ډیرو ټولنو کې دود ده خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کیږي او دغه زمینه ورته برابره وي جرق وهل یا استنما هم کمه ده خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودیږي او حکومت دځوانانو دسالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډیر زیات دي .

          په اروپايي ټولنو کې د استنما دتاوانونو په هکله ډیر څه نه دي لیکل شوي او د طب علم هم وايي که په  کمه پيمانه او یا مثلاً په اونۍ کې یو ځل یو انسان دغه پلیت عمل ترسره کوي کم تاوان نه پیښوي  خو داسلام په سپیڅلي دین کې استنما یا جرق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده له نورو تاوانونو ېې که ورتیرشو کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلیت عادته ځان وساتئ.

  داستمنا یا( masturbation) ترټولومهم تاوان (البته که پکې ډیر افراط وشي ) وار مخکې انزال دی هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي په وارمخکې انزال اخته کیږي اوپه ګډ ژوند کې خپله میرمن نه شي ارضا کولای پردې سربیره پر مازغو ناوړه اغیز کوي او دسترګو نظر هم ورسره خرابیږي دغه راز هغه کسان چې په زوراو له حده زیات سپرم له بدنه بهر ته باسي  ددې سبب کیږي چې دسپرم دالقاح کولو قدرت کم شي او په نتیجه کې ممکنه ده دغه کس هیڅکله اولاد پیدا نه کړي په لودیځو هیوادنو کې څولسیزې مخکې داسې نظریه پیدا شوه چې استمنا دځوانانو لپاره هیڅ تاوان نه لري؛ بلکې له تناسلي او زهروي ناروغیوهم هغوي خوندي ساتي  او په استمنا کې یوازې یوه اندازه ویټامین او مني له بدنه بهر ته ځي . 

           خو اوس معلومه شوې چې دغه ستونزه ممکنه ده په اعتیاد بدله شي او ښايي ځوانان له ډیرو نورو کارونو وغړوي  دغه راز له وارمخکې انزال سره مرسته کوي البته په لودیځ کې دنجونو او هلکانو آزادیو او نورو کلتوري مسلو ته په پام سره په ځوانانو کې استمنا کمه ده خو دغه ستونزه ډیره په ختیځو هیوادونو کې دود ده البته که موږ په اسلامي اساساتو عمل وکړو او دخدای ویره تل راسره وي نو له دغه پلیت عادته ځان ژغورلی شو.

          ترټولو مهمه خبره دا ده چې کله کوم ځوان په دې عادت روږدی شي په اسانه ېې نه شي کنټرولی  او په اعتیاد بدلیږي هغه کسان چې کمزورې اراده  لري هغوي تر نورو ډیر برې روږدي کیږي خو په وروسته پاتې ټولنو کې په ځوانانو کې دا یوه عام چاره ده او ډیری ځوانان پرې اخته وي البته پریښودل ېې آسانه کار دی او په تیره بیا دیو مسلمان لپاره  داسلام دمبارک دین اساسات مرسته کوي چې له دغه پلیت عادته ځان وژغوري کبان چې کله له اوبو ونیسئ تازه وي هر وخت چې پریکړه وکړئ غوره ده خو باید له دې عادته ځان خلاص کړئ  که په ژوند کې پرمختګ غواړئ هدفونه مو لوړ  کړئ او وړو مسلو ته ارزښت ورکړئ. 

          له بده مرغه دنورو بدو عادتونو په شان استمناّهم سمدستي نه شئ پریښودی خو که په یوځايی دغه سپارښتنې عملي کړئ سل په سلو کې له دې پلیت عادته ځان ژغورلی شئ.

     دلته دڅولارو وړاندیزکیږي خو یادونه کوو چې ټولې لارې یوځای عملي کړئ :

دوام لري...........