د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ اوومه برخه

       

   تاسې باور وکړئ، چې دا ټولې خبرې او اندېښنې بېځايه دي. حقيقت کې چې انسان څنګه سوچ او فکر کوي؛ نو هماغسې محسوسوي هم، دا ستاسې د خپل ذهن زيږنده خبرې دي او د ټولنې د وګړو بېځايه طبابت دی، چې خلکو ته يې په رښتيا هم سرخوږی جوړ کړی دی، که تاسې د داسې خلکو خبرې ومنلې، په دې کې شک نشته چې يو وخت به رښتيا هم له پورتنيو ستونزو سره لاس او ګريوان شئ.

           اوس څېړنو دا جوته کړې ده، چې د اروايي ناروغيو ستر سبب ذهني فشار(stress) دی. د دې له وجې شايد سرطانونه راپيدا شي. حقيقت دادی، چې د احتلام په جنسي، ذهني او بدني روغتيا هيڅ بدې اغېزې نه ښندي. که کومه پېښته رامنځته کيږي، هغه به زمونږ د ذهنونو خپله زېږنده وي.

   ډيری ځوانان د ګناه د احساس له سببه، له ځان څخه خوند اخيستنه پريږدي. کله چې داسې وکړي، نو له احتلام سره مخ شي، دلته له بلې بلا سره مخ شي، له ځانه سره فکر کوي چې کومه بدني ستونزه راته پيدا شوې ده. خو داسې هيڅ ستونزه نه وي.

د احتلام سببونه:

- له دې ويرې له ځانه خوند اخيستل (موټک نه وهل)  چې د ګناه احساس او د کمزوري کيدو ډار ورسره وي.

- فحش فلمونه، عکسونه، کيسې او د نورو شيانو ليدل

- له ښايسته هلکانو يا نجونو سره په داسې حال کې راشه درشه کول، چې جنسي غريزو سړولو ته وخت نه شي ورته پیدا.

- نرمه بستره، تنګ پتلون او تنګې جامې هم په دې کې مهم رول لري.

- له ويده کيدو وړاندې د تشو متیازو نه کول او د خوب په حالت کې د تشو متیازو بندول او داسې نور.

ځينې ځوانان چې جلق يا موټي يې ډير وهلی وي، هغوی په خپل ځان کې ډېره کمزوري محسوسوي،ډيرې پوښتنې ورسره مل وي. تر ټولو لويه اندېښنه د ګناه کولو احساس ورسره وي. هغه وګړي چې په ځان کې له همدې امله کمزوري محسوي هغه د ده خپله فکر وي. ګني په جلق کولو څوک هيڅکله نه کمزوری کيږي.

د نجونو او ځوانانو اصل ناروغي خود لذتي ( له ځان څخه خوند اخيستنه)    (استمنا masturbation )

            هغه وصلت چې يو څوک يې کوي او په دې توانيږي، چې په عملي ډول يې تر سره کړي او خپل جنسي عقدې سړې کړي او يو داسې څوک چې په عملي بڼه يې جنسي بې لارېتوب ته لاسرسی نه کيږي او په ذهني ډول يا په بله اصطلاح د خيالي پلوونو په څېر چې ذهني عياشي هم ورته وايي، تر سره کوي، له عملي جنسي کړنو څخه يې اروايي او بدني زيانونه زيات دي.

         له خپل ځان څخه د لاسونو په مرسته د جنسي ځواک راپارول په نجونو او هلکانو دواړو کې وي، که چېرې د چا مور وپلار په دې مطمين وي، چې ګواکې د دوی بچيان په دې قباحت نه دي روږدي؛ نو وپوهېږئ چې هغوی ډېرې لويې ناپوهۍ په مخه کړي دي. د طب او د نفسياتو د څېړونکو دا څېړنه بېځايه نه ده، چې نهه نوي سلنه وګړي له خپل ځان څخه خوند اخلي او يوه سلنه يې چې دي، هغوی دروغ وايي.

      مونږ نه غواړو، چې د دوی مور و پلار وډار کړو. دا وړ کارونه په هغه وخت کې د تباهي لامل جوړيږي، چې يو هلک د دې عادي جوړ شي او خپله توجه يې دې کار ته ورکړې وي. دا څه د ډار او يرې کيسه نه ده، زه تاسې ته اطمينان درکوم او لارښوونه مو کوم، تاسې په هغې عمل وکړئ، که خدای کول د خلاصون لارې به درته څرګندې شي.

     زمونږ پلرونه او نېکونه له کلونو کلونو راهيسې په خپلمنځي شخړو، جنګونو، تېريو، بديو او په بې وسيو کې ښکېل دي، مونږ هم دوی څارو، اوس ايله په دې پوی شوي يو، چې ژوند د يوې يرې او ډار نوم دی، د تېښتې او ستونزو نوم دی. 

    د وړکتوب د دا وړ اثراتو پر بنسټ مونږ له تحفظ او اطمينان څخه بې برخې شوي يو او دا محروميت زمونږ د شخصيت او د فکرونو برخه ګرځېدلې ده، چې د لا شعور ذهن په مرسته تر ننه پورې زمونږ  د رښتينې ژوند په لارو کې په ثابت قدمي سره روان دی، مونږ منوچې زمونږ پلرونو او مشرانو زمونږ لپاره او د دې هېواد د پايښت او پرمختګ لپاره لويې قربانۍ ورکړې دي؛ مګر له دې حقيقت څخه هم بايد سترګې پټې نه شي، چې دوی دومره بې حال شوي دي، چې د خپل اولاد تربيې او سالمې روزنې ته يې هيڅ وخت او توجه نه ده ورکړې. نه يې هغوی په غېږ کې اخيستي دي، نه يې د يو مهربانه پلار په څېر ورسره خندلي دي او نه يې هم مناسبه مينه ورکړې ده. زمونږ د ماشومانو په نصابي تاريخ، مجلو، ورځپاڼو، فلمونو او ډرامو کې هم پرته له جنګ او زور زياتي څخه نورې کيسې او صحنې ډېرې کمې تر سترګو کيږي. دوی له کوچنيتوبه يانې له زانګو څخه ټوپک او وسله پېژني، د دوی په ذهنونوکې دا وړ خيالاتو ځای کړی دی، دوی چې څومره رالويږي، له نهيلۍ سره مخ کيږي او ژوند يوازې د دښمن او تربور امانت ګڼي او بس.

دوام لري.........