د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ شپږمه برخه

           

  د بلوغت پيل او د جنسي بې لاريتوب شونيتا   (۱)

               پخوا وختونو کې چې جنسي تمايلات کم و، نجونې او هلکان به له پنځلس کلنۍ څخه تر اوولس کلونو پورې بلوغ ته رسېدل، تر څو به چې شيطان نه و غولولي هغوی له خپله ځانه جنسي خوند نه اخيستو، علت يې دا و چې دوی ته د جنسي بې لاريتوب لارې چارې نه وې يادې؛ خو اوس  داسې نه ده نوې څېړنې وايي، چې اوس مهال په غربي هېوادونو کې هلکان او نجونۍ له نهه کلنۍ نه ونيسه تر ديارلس کلونه پورې بلوغت ته رسيږي. ددوی په تخرګونو او نامه لاندې وېښته رازرغونيږي او دهلکانو پر مخ ګيره او بريت راټوکيږي. په  ديارلس کلنۍ کې نجونو ته لومړنی مياشتنی عادت رامنځته کيږي؛ خو په دې وخت کې که واده وکړي حامله کيدای نشي.

           يوډول خړرنګې اوبه چې له پېغله کيدو څخه دوه کلونه وروسته خارجيږي، له هغې وروسته نجونې د دې جوګه وي چې اولاد وزيږوي. لکه وړاندې مو چې وويل په غربي هيوادونو کې هلکان او نجونې ژر بلوغت ته رسيږي، وجه يې داده چې دوی په جنسي معاملو په کوچنيتوب کې پوهيږي او تل هڅه کوي چې خپلې جنسي عقدې سړي کړي.

          په لومړيو وختونو کې چې هلکان بلوغت ورسيږي هم د دې امکان نه وي چې په د اولاد دزيږيدو قابل دې شي، تر څو يې چې سپرم نه پاخه شوي. زمونږ د ټولنې هلکان هم اوس په فطري ډول بلوغ ته نه رسيږي، دوی هم په لومړي ځل له ځان څخه د خوند  اخيستنې په مرسته ځان بلوغ ته رسوي او تر وخت وړاندې بالغ کيږي، چې دا د جنسي بې لاريتوب پېلامه ده.په دې وخت کې په دوی کې بدني او اروايي بدلونونه رامنځته کيږي، سينه يې پلنيږي په غږ کې دروندوالی راځي او مخالف جنس ته يې ډير زړه کيږي. دا چې په دې عمر کې ناممکنه وي چې دوی دې له چا سره جنسي معامله وکړي، ځکه چې تجربه او لارې چارې ورته معلومې نه وي، هغه وي چې ډيری هلکان جنسي بې لاريتوب  ته مخه کړي، په دې وخت کې بايد مور او پلار پر خپلو ماشومان ډير پام وکړي.

                   د هلکانو جنسي بې  لاريتوب او ستونزې!

            له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې د هلکانو او نجونو دبلوغت پيل سم نه وي، دوی شکي وي هغه تبديلي چې په دوی کې د بلوغت په وخت کې راځي، چې دا به نورمال او که غېرنورمال وي. دا چې دوی يې په اړه کره معلومات نه لري، دوی اشتهاري حکيمانو او ملايانو ته ورځي. هغوی په يو ډول ذهني کشمکش کې راګېر وي، له دې ذهني فشار( stress) ) په وجه هغوی له بېلابېلو بدني او اروايي ناروغيو سره مخ شي. له هيڅ شي سره يې مينه نه وي، تل شکسته او زړه يې تنګ وي. يوازيتوب خوند ورکوي، خوب يې کم شي. وزن يې په کميدو شي او په بدن کې يې نري نري دردونه پيدا شي، اوس  نو هغه ښه مطمين شي چې ناروغي يې ډيره زياته ده. خو داسې نه وي، هغه روغ رمټ وي، بلکې داسې څوک نه وي چې د هغه رهنمايي وکړي.

       غوره دا ده چې له بلوغ نه وروسته هلک او جينۍ ته په مناسب چوکاټ کې واده وشي، د هغوی حيا خوندي کړای شي. کوښښ وکړئ، چې خپلو اولادونو ستاسې او د دوی په خوښه ودونه وکړئ؛ ځکه چې دا د ټول عمر سودا وي، د دې بدلول بيا نه شته.

                        احتلام (Nocturnal  Ejaculation )   (۳)

               د منيو (semen) د اخراج دويمه غوره لاره احتلام دی، له تاسې  سره به پوښتنه پيدا شوې وي ، چې څنګه غوره لاره ده، زه درته وړاندې وايم. هغه ځوانان چې له موټک وهلوڅخه ډير کار نه اخلي، د هغوی مني زخيره کيږي ددې علت دا وي چې بيا هغه شيطان غولوي، چې احتلام ورته وايي.

           احتلام له بالغ کيدو سره يو ځای پيدا کيږي. ښه دا ده چې مونږ خپل ماشومان د دې په اړه ښه وپوهوو، ګني خدای مه که پايلې به يې ډيرې بدې وي؛ ځکه چې دوی داسې ګڼي چې دا خو زه د  کمزورۍ په سبب داسې کيږم، چې شيطان مې غولوي. خو داسې هيڅکله نه وي، هغه څوک چې ډير احتلام  کيږي هغه تر ټولو ښه صحت لري.

       هغه اويا او اتیا کلن سپين ګيري چې دمنيو د اخراج اسباب نه لري هغوی ته هم احتلام کيږي. دې ته هيڅ فکر کول نه دي پکار. ځينې نيمه حکيمان او واړه ډاکتران بيا خلکو ته بل څه وايي په دې اړه، هغوی وايي:

- د احتلام له سببه مازغه او حافظه کمزوري کيږي

- مطالعې ته بيا د زده کوونکو زړه نه ورځي.

- هر وخت په زړه کې ډار وي، او دزړه ضربان يې ډېر وي.

- د سترګو په وړانديې تل تياره غوندې وي.

- سر يې چکر کوي.

- چستي او تندرستيا يې له منځه لاړه شي.

- بدن سست او بې واکه وي او نور.....

دوام لري...........