د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ پنځمه برخه

مونږ ته د داسې معصومو نجونو او هلکانو ليکونه رارسيدلي دي، چې پکې دوی له خپلو ستونزو نه سر ټکولی دی، په تېرو څوارلسو کلونو کې مونږ ته په دې اړه کم اوزيات پېنځه لکه داسې ليکونه رارسيدلي دي، چې په هغوی کې دوی دې وړ ستونزو ته ستونزې نه ؛ بلکې ناروغي ليکلې دي. د دوی په اند د دوی درملنه لاعلاجه ده، د دوی د هر يو د ناروغۍ نښې په لاندې ډول دي:

- بدن يې بې ساه غوندې وي.

- زړه يې له ډاره څخه ډک وي.

- مازغه او سر يې نيولي غوندې وي او ګنګسيت محسوسوي.

- له نړۍ او ژوند څخه يې زړه تور وي.

- مرګ خپل سر ته ولاړ محسوسوي.

- غواړي، چې ومري، خو له مرګ څخه تښتي هم.

- مطالعه خوند ورکوي؛ خو زړه يې ورته راتنګيږي.

- د فکر او پرېکړې  کولو ځواک يې له لاسه ورکړی وي.

- بدن يې کمزوری او رنګ يې زيړ وي.

- ځان ډېر ټيټ اوسپک ورته ښکاري.

- په ټولګي کې يې که ښوونکی د پوښتنې لپاره ودروي؛ نو زړه يې له ډاره پورته پورته لويږي، ژبه يې بنده شي او خوله پرې راماته شي. د پوښتنې ځواب ورته ياد وي؛ مګر له ذهن څخه يې نه راوځي، که ووايي هم ته وا څوک ترې د دار په سر اقرار اخلي.

- په سترګو يې توره تياره وي.

- د سترګو په وړاندې يې ستوري ځي راځي.

- زړه يې نه غواړي، چې له سره خبرې او ټوکې ټکالې وکړي.

- حافظه يې کمزورې وي او هر څه ترې ډېر ژر هيريږي.

- تل يې زړه غواړي، چې پرته له کومې پېښې وژاړي.

دا ډول نښې په نجونو او هلکانو ټولو کې وي، نجونو مونږ ته په ليکونوکې کښلي وي، چې له هلکانوڅخه يې ډېر نفرت راځي. مور او پلار يې چې د واده خبره ياده کړي نو په زړه کې يې ډار په څپو شي او کرکه يې ترې کيږي.

   په  دوی کې ډېری داسې وي، چې کتابونو او فلسفو ته يې پناه وړې وي؛ مګر هلته هم له معمو سره مخ وي، په دوی کې ځينې داسې هم وي، چې د مشهورو شاعرانو شعرونه د ژوند فسلفه ګڼي او شپه ورځ يې لولي.

    داسې ځوانان هم بې شمېره دي، چې فلمي سندرو ته د ژوند فلسفه وايي. په دوی کې ډېری داسې دي، چې ليکي:

   (( که چېرې غم اصل ژوند وي؛ نو د ژوند کولو څه ګټه؟ زه چې څوک په خندا ګورم؛ نو غوسه مې ورته راځي او هغه کس مې جاهل له پامه راځي. زه غواړم چې په خپل ژوند کې يو لوی کار تر سره کړم، يا لوی نوم پيدا کړم؛ مګر خپل ژوند مې بې هدفه راته ښکاري، تر دې چې ځانوژنې ته مې زړه کيږي. په فکر کولو ستړی شوی يم او په زړه مې ډېر بوج دی، اوس د خدای ج خاطر وکړئ ماته لارښوونه وکړئ.))

          د حقايقو او فلسفو تر منځ چې کومه تیاره ده، دا رنګ ځوانان په هغې کې غورځي پرځي. ډېری ځوانان مونږ ته ليکي، چې که چېرې مو د دوی سمه لارښوونه او درملنه ونکړه؛ نو کېدای شي چې ځانوژنه وکړي. دا يوه داسې اندېښنه ده، چې مونږ درک کړې ده او مونږ يې  دې ته اړ کړي يو، چې سپينې خبرې وکړو او له تاسې سره يې هم شريکې کړو. دا چې داسې زياتې موضوع ګانې په جنسياتو او ارواپوهنې پورې اړه لري او په ځانګړي ډول د هرچا درملنه ډېره ستونزمنه ده، مونږ کوښښ وکړ، چې د ورځپاڼو له لارې يې تر خلکو وروسوو. که څه هم په ځينو شرايطو کې مونږ هم شرم محسوساوو؛ خو وروسته مو پرېکړه وکړه، چې بايد دا پردې نورې لرې کړو او حقايقو ته مخه کړو؛ ځکه چې د مور وپلار او د ماشومانو تر منځ دا وړ پردو پورتنۍ ستونزې راولاړې کړې دي. د دې پايلې هغه وخت راڅرګنديږي کله چې دوی ځوانۍ ته په رسېدو بېرته د کوچنيتوب لوري ته په شاتګ مجبوريږي.

        عجبه خو داده، چې په ټولنه کې د کورنۍ ټول غړي ماشومان، سړي او مېرمنې ټول په خپل ځای له يادو ستونزو سر ټکوي او همداسې وي، ځکه چې د مشرانو حق تلفي د دوی تېرو شويو مشرانو کړې وي او د د وی په لا شعور ذهنونو کې هماغه انګازې خورې وي، دوی غواړي چې په لا شعوري ډول يې په خپلو بچيانو هم پلې کړي. که څه هم دوی په دې کړنو کې د خپلو ماشومانو بقا وينې کيسه داسې نه وي دوی په لوی لاس خپل ماشومان د تباهي کندې ته ورټېل وهي.

        د ټولنې د وګړو د شرم کيسه په خپل ځای، مونږ غواو، چې په ټولنه کې ځوانانو، نجونو او د دوی مور وپلار ته يقين ورکړو، چې دا کومه داسې لويه ستونزه نه ده، چې له هغې د ډار په سبب مونږ د قوم د يو بچي په زرګونو غوښتنې، ارمانونه او په لسګونو ارادې په زړه امبار پاتې شي او تر پايه يې اظهار هم ونکړي.

       مونږ د طب، نفسياتو او دفلسفې له ليدلوري نه غواړو، چې له تاسې سره خبرې شريکې کړو او نه زمونږ هدف علميت څرګندول دي؛ بلکې د يو عام ذهن وګړي ته د اصل مسلې سپارښتنه ده چې تر سره يې کړو.

دوام لري.............