د ځوان او خوښ اوسیدو هنر/ څلورمه برخه

پرلپسې څلورمه برخه......

                     د اولاد تربيه او کورنی چاپېريال

          زمونږ په ټولنه کې زيات مور وپلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی يې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار يا مور پر وړاندې ووايي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر يا انجينر جوړېږم؛ نو پلار يې په طنزيه او قهرېدلې ژبه ورته وايي، (( مردار خوره، ته دې شکل وګوره، ستا شکل دډاکتر يا د انجينر دی.؟ ته به له پکوړو خرڅولو پرته بل کار نه کوې.....))

     خپلو بچيانو ته بايد ووايو، چې: (( ګوره بچيه! مخ دې مينځه،مونځ او اودس کوه، کالي دې پاک اغونده او په هر ځای کې خلکو ته سلام اچوه...))

    کله چې له ښوونځي يا له بېرون ځنې کورته راستون شو، سلام يې ونکړو، ور ورته وواياست،چې ګوره بچيه تانه بيا سلام هېر شو؟ ګوره بچيه که ته مونځ نه کوې، خيرن ګرځې، خلک به وايي چې دا د پلاني زوی دی، څومره بې ادبه او مردار خور دی....

    نه دا چې ورته ووايو(( دمردارخور زويه يا خنزيره دا مردار مخ دې ومينځه ستا له لاسه زمونږ پزې پرې شوې....))

    په داسې حالاتو کې ماشومان په لا شعوري ډول د پلار او مور د کړنو خلاف کار ترسره کوي. داسې ماشومانو ته يو څه کورنی چاپېريال خراب شي، يو څه يې ټولنيز چاپېريال کې اخلاقي فسادونه وي، ماشومان بېچاره ګان د خپل روڼ راتلونکي لپاره هيڅ فکر نه شي کولی.

   هر ماشوم پخپل ځان کې د زده کړو، د کار کولو او د څه جوړېدنې يو عظيم جوهر او ځواک لري؛ خو که دا ځواک او استعداد يې څوک په کار واچوي. د ماشوم ذهن د ښو او بدو کړنو لپاره اماده وي، دوی له هرې ښې او بدې پېښې ډېر ژر اغېزمن کيږي؛ نوراځئ چې خپلو ماشومانو ته د دوی غوښتنې ورپه ځای کړو، حقونه یې ورکړو، د دوی استعدادونه او ذهني ځواک په کار واچوو، داسې فکر وکړو، که چېرې مو درې ماشومان سالم وروزل،  درې کورونه مو ودان کړل او که باالعکس مو دوی ونه روزل؛ نو د خپل راتلونکي نسل لپاره مو د بدبختۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

                د نجونو او ځوانانو اروايي ستونزې او مسولېتونه!

               ويل کيږي، چې انسان په فطري ډول د خوښي، خوند اخيستنې او د تېښتې يا فرار لوري ته زيات مایله وي. ځينې تش په نوم فلسفيانو او روښنفکرو خلکو دې وړ جذبو ته اټکلي حقيقت وايي؛ مګر مونږ له دوی سره په دې خبرو نه یو جوړ. اصلاً دا حقيقت نه بلکې يوه مفروضه   ده.حقيقت دادی، چې انسان په فطري ډول د بې صبرۍ ښکار وي او عجبه داده، چې خطر خوښوونکی هم دی. که چېرې انسان په فطري ډول لذت خوښوونکی وای، نو نن به د زمکې پر مخ يوازې ژوي او نورې خزندې  اوسېدې او د انسان به نوم نښان هم نه و.

     ستاسې لپاره دا تجربه نوې نه ده، کله چې ماشوم په پښو شي؛ نو هغه په کرار نه کيني هغه کوښښ کوي، چې لوړ ځای ته وخيژي، د مور وپلار په سينه سر ته وخيژي، همدارنګه کوښښ کوي، چې له خپل توان څخه ډير درانه پيټي او څيزونه پورته کړي او سر بېره پردې هيڅ د وېرې احساس هم نه وي ورسره. د ماشوم د ننه د فرار او مقاومت په څېر ځواکونو کور جوړ کړی وي، چې کله هم هغه له دا وړ ستونزو او خطراتو سره مخامخ شي، چې وړاندې ترې دې يې د هغه په اړه علمیت نه درلود، هغه مجبوراُُ د تېښتې لاره غوره کوي او د فکرونو نړۍ ته پناه وړي.

     مونږ چې د چا په اړه شننه کوو او غواړو چې درملنه يې وکړو، هغوی له حقايقو تښتيدلې دي او په خپلو تصوراتو کې يې يوه رنګينه نړۍ ځانته جوړه کړېده او يا هم بېرته د کوچنيتوب پر لوري کوچيدلي دي. تاسې ځانته ته د دوکې او فرېب ورکولو هڅه مه کوئ. داسې مه انګېرئ چې داسې هر څوک نه جوړيږي. زمونږ او ستاسې تر سترګو لاندې نوي سلنه ماشومان له خپلو هدفونو او سمو لارو څخه غړيدلي دي. د دوی په بې لاريتوب کې د دوی د مور وپلار او ښوونکو لوی لاس دی او همدارنګه  به يې، څه اغېزې د بد چاپېريال هم ورباندې وي.

       وړاندې تر دې چې د ماشومانو پر وړاندې د داسې چيلنجونو په اړه د دوی مور وپلار او ښوونکي وپوهوو، غواړو چې د داسې بدمرغيو په اروايي خواوو خبرې وکړو. هغوی هيڅ ملامت نه دي او نه يې ملامتول پکار دي. هغوی ته تر اوسه پورې هيڅکله يو رښتونی لارښود لارښوونه نه ده کړې.

دوام لري...............