د ځوان او خوښ اوسیدو هنر/ دریمه برخه

پرلپسې دریمه برخه......

زمونږ د ټولنې د خلکو يوه بله ستونزه دا هم ده، چې هر پلار، اته، لس او ان تر پنځلسو پورې اولادونه لري، هغه نشي کولی چې په آسانۍ سره د دوی اړتياوې ورپوره کړي، لازمې زده کړې پرې وکړي، په دوی کې داسې کورنۍ هم شته، چې ډېرې پيسې لري، خپلو بچيانو ته هر ډول دژوند اسانتياوې برابرولی شي؛ مګر مينه،عاطفه او پاملرنه د هر ماشوم نشي کولی. 

ماشومان په داسې حالاتو کې خپل پلار همراز نشي ګنلی. د ستونزو او خپلمنځي تعصبونو له امله يې په غېږ کې نشي کېناستلی، بازار او سېل ته نه شې ورسره تللی؛ ځکه چې هغه نور بچيان يې هم دغسې ترېنه غواړي.

هغه مينه چې مور وپلار يې دوو یا دريو ماشومانو ته ورکوي او وس يې پرې رسيږي، هغه زياتو ماشومانو ته نشي رسولی؛ نو پايلې يې ګورو چې په لوی لاس مو د خپلو اولادونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د پلرونو د يکتاتوريک او له غوسې ډک چلند هم ماشومانو ته اروايي ستونزې زېږوي، هغوی که بد کار نه شي کولی، خو په ښه کار کولو کې هم د پلار له غوسې يريږي. زيات پلرونه په وړو وړو کړنو، لوبو او خپلمنځي شخړو خپل بچيان سخت وهي،ټکوي او تهديدوي. هغوی تل يو پناه ځای، چې د مور غېږ ده ورځي؛ خو له بده مرغه چې ميندې يې هم دومره ترهېدلې اوموخته شوې وي،  چې نه خپل زوی ته مينه ورکوای شي او نه هم ډاډ.

که داسې يو پلار ته يې زوی ورولاړ شي يوه غوښتنه ترې وکړي يا کوم وړانديز ورته وکړي؛ نو پلار يې له غوسې سور شین واوړي او ورته وايي:

  ... زماپلار مه جوړېړه، ته يې اوس ماته ښيې، بس که خوله دې بنده که او....

   او کېدای شي په مخ يې څپېړه هم ورکړي، بل وخت به يې دا زوی څنګه جرات وکړي، چې د پلار په مخکې ناروا خو پرېږده يوه جايزه غوښتنه او پوښتنه وکړي. دا زوی به يې څه کوي. 

تر کومه به په کور کې دا خبرې اوري،هغه ارو مرو له کورځنې راووځي او د دې مينې نعم البدل په کوڅو کې له خپلو نورو همځولو ماشومانو تر لاسه کوي، هغه اوس دا نه ګوري،  چې د کوڅې او کلي دا ماشومان څنګه دي، هغوی هم ددوی په څېر دي، تربيه لري، نه يې لري او څه وړ کړنې کوي. 

په هغوی کې شايد ځينې سګرت څکوي،نسوار کوي په غلا اموخته وي او داسې نور. په هغوی  کې هم د ده په څېر د کورني ناوړه چاپېريال څخه راتښتېدلي وي او دلته هره ورځ نور هم د تباهي لور ته روان وي؛ خو دلته داسې څوک نه وي چې د پلار په څېر يې وښکنځي، آزاد وي او هر څه کولی شي.

    کله چې دوی ښه بلد شي، له هر ناروا کار ځنې خوند اخلي،په يوه بل ټوکې کوي، له ښوونځي څخه تښتي او نور ملګري هم ورته هڅوي. څومره چې ددوی شعور بيداريږي د تېښتې پر نويو لارو فکر کوي.

   زه ټولو ميندو او پلرونو ته دا مشوره ورکوم، چې دخپلو عملونو په سبب په هغه دوزخ کې خپل ماشومان له ځانونو سره مه سوځوئ، چې تاسې پخپله ځانونو ته خوښ کړی دی.

    ګورئ! ستاسې بچيان ستاسې او دټولنې راتلونکی دی، دخدای په خاطر خپلو بچيانو ته مينه ورکړئ، په هغوی ښوونځی ووايئ،هغوی ته غوره اخلاق وښیئ، د هغوی خبرې او کيسې واورئ، له هغوی سره ددوی په معصومانه او وړه ژبه کيسې وکړئ،هغوی مه تر هوئ، له هغوی سره داسې رازداره واوسئ لکه له يوه همځولي سره. 

د هغوی په سترګوکې د دوی راتلونکی وګورئ، له شاقه او سخت کارونو يې وژغورئ. د هغوی ملګري او ټولګيوال وڅارئ؛ بلکې پخپله يې ملګري شئ، په کورکې ترې دتېرې ورځې د ښوونځي، د لوبو، د شوخیو او کورنيو معاملاتو پوښتنې او خبرې شريکې کړئ. 

دوی ته داحق ورکئ، چې خپله روا او ناروا خبرې درسره شريکې کړي، هغوی په نرمۍ له بدو کړنو وژغورئ. جومات ته يې مانځه ته درسره بوځئ. د دوی پر وړاندې بې هوده او بېکاره مجلسونه مه کوئ، د دوی په وړاندې سګرټ مه څکوئ. د دوی په وړاندې هغه کارمه کوئ، چې ددوی پر ژوندمنفي اغېزې ښندي. دوی لکه ګلان داسې وساتئ، غوره اوبه خور يې وکړئ او خپل ځان يو ښه او غوره پلار ثابت کړئ.

دوام لري..............