د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ یوولسمه برخه

       د ځوانانو او نجونو جنسي بې لارېتوب له کومه ځايه پېل کيږي.؟

            په ټولنه کې زياتو ځوانانو ته د ناوړه چاپېريال له امله ذهني ستونزې پېدا کيږي، هغوی د ګناه کولو او بېرته پرې د ضمير ملامتولو او پښېمانتيا که يو ډول عجيب کيفيت سره مخ کړي وي، له همدې امله ورته په اروايي ناروغيو سره بېره ځېنې بدني ناروغۍ هم پېدا  کيږي.سړی بې حسه وي، تل ډار محسوسوي، دفکر کولو وړتيا يې کمه وي، له دنيا او ژوند کولو يې زړه تور وي، ځانته مرګ غواړي او له مرګه يې ډار هم کيږي او تل په فکرونو کې ډوب وي.

     دا داسې نېمګړتياوې او ناروغۍ دي، چې ځوانان له تعميري سوچونو محروموي. پخپل ځان يې باور يې ختم شي، که وړه ستونزه هم ورته پېدا شي؛ نو سم قيامت ورته جوړ وي، داسې ځوانان او نجونې نه د حالاتو پر وړاندې کوم تصميم نيولی شي او نه هم مقاومت کولی شي. د زړونو ماتېدل او نهيلي له  داسې ځوانانو او نجونو ګرځنده لاشونه جوړ کړي وي. تل خپل ځانته په هېنداره کې ګوري ا و زوريږي. د داسې خلکو يوه بله نيمګړتيا دا هم وي،چې په هره چاره کې سخت شرم کوي، حق او نا حق خبره نه شي کوای او په ګناهونو ژر پښمانه کيږي هم؛ خو بل وخت يې بېرته ګناه کولو ته زړه هم کيږي.

       دا په دې معنا چې ضمير د هر انسان لپاره؛ لکه د يو ساتونکي داسې وي، هر څوک چې ګناه وکړي، نو ضمير يې  ملامته کړي، پښېمانه شي، توبې وباسي، بل وخت بيا ګناه وکړي، بيا يې ضمير ملامته کړي. همدا تسلسل او تکرار د ګناهونو او د ضمير د ملامتيا د جبران لپاره هغه يو قوي ارادي ځواک نلري؛ ځکه چې هغه ځواک يې پخوا له لاسه ورکړی وي؛ نو يو وخت داسې ځوانان او نجونې له اروايي ستونزو او ناروغيو سره سره په بدني ناروغيو هم اخته شي.

    ډېرو ځوانانو او نجونو ځانونو ته په لوی لاس ځينې ناروغۍ پېدا کړې وي. طب او ارواپوهنه دواړه په دې نظر دي، چې د لا س په مرسته له ځان  څخه  خوند اخيستنه دومره تاوانونه نلري، څومره چې د دې ګناه احساس يې لري. وړاندې مو په دې اړه ډېرې خبرې کړي دي. کله چې مونږ د خپلو ماشومانو جذباتي اړتیاوې له پامه وغورځوو؛ نو داسې ماشومان په لس کلنۍ او دوولس کلنۍ کې له خپل جنسي اندام سره لوبيږي، هغوی له نورو يو څه زده کړي  وي، د دې خوند کيسې يې اورېدلې وي؛ خو عملي کړې يې نه وي، دوی کوښښ کوي، چې ترسره يې کړي. دوی چې کله بلوغ ته رسيږي، وار له واره په دې ناوړه عمل روږدي شي. دوی د هرې ګناه زور بيا هغه ګناه ته دلاس نه رسي له امله په همدې ګناه باسي؛ ځکه چې دې ګناه ته دوی هر ځای او هر وخت لاسرسی کولی شي او څوک يې ګوري هم نه.

          تر ټولو لويو ستونزه د داسې ځوانانو او نجونو لپاره داوي، چې دوی يې له همرازه ملګري سره هم نشي شريکولی. په همدې وجه يې په ضمير او احساس د ګناه يو لوی پېټی پرېوزي. له بده مرغه چې داسې ځوانان يې بيا د وړلو تاب هم نلري. داسې ناوړه عمل پرېښودل هم ورته ستونزمن وي. يو وخت يې نشه يي توکو سګرټ، نسوار د نشې ګوليو اونورو نشه يي موادو ته د غم غلطولو لپاره پام شي. په ځای  د دې چې د دوی ستونزې حل کړي، نشه يي توکي لا اروايي اوبدني ستونزې ورته جوړې کړي.

     د داسې ځوانانو لپاره دوه لارې نورې د درملنې لپاره پاتې وي، څوک ورته وايي، چې د درملنې لپاره بايد ډاکتر ته ورشي او څوک بيا حکيمانه درملنه غوره ورته بولي. که تکړه رنځپوه ته ورشي هم ښه ده د بدني ناروغيو مخه يې يو څه ډب شي؛ خو دې ته مو پام  وي، چې داسې ډاکتران ارو مرو د ذهني سکون لپاره د نشې ګولۍ ورکوي. له بده مرغه چې دا هم د دوی اروايي ستونزو ته کومه ګټه نه رسوي.

     تر ټولو بده درملنه نن سبا په بازارونو کې د حکيمانو او يوناني تش په نوم رنځپوهانو ده. زمونږ د ټولنې زيات لوستي  ځوانان هم په دې باور دي، چې له دوی سره د داسې ناروغيو او جنسي ستونزو لپاره  غوره درمل پېدا کيږي؛ خو تاسې ياد وساتئ، ستاسې دا بې ځايه باور او درملنه به ستاسې وجود لا پسې خراب او ناروغۍ هم زياتې کړي. اوس هغه وختونه او هغه خلک نشته، چې حکيمان به نبض شناسان وو، اوس حکيمانه  درملنه يو تجارت ګرځېدلی دی؛ ځکه چې د نورو درملو په څېر يوناني او نور له ونو بوټو څخه لاسته راوړل شوي درمل د  دولت او صحت عامې له ازمېښتونو نه تيريږي؛ بلکې هر سړی ترخه بوټي سره وټکوي، د لارې په سر کيني او ځانته حکيم وايي.