د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ لسمه برخه

۴ : سپورټ:

 هغه کسان چې سپورت کوي له جنسي انحراف سره نه مخامخ کیږي  ځکه چې سپورت انسان ته فکري او بدني توان ورکوي او پر نفس اعتماد په هغوي کې پیاوړی کیږي  ددې لپاره چې له جنسي پاروونو سره مخامخ نه شئ سپورټ وکړئ البته حتمي نه ده یو کلب ته لاړ شئ که هر سهار نیم ساعت یا یو ساعتت منډې هم ووهئ ترټولو ښه ورزش دی په اروپا کې هغه کسان چې سپورت ته وخت نه لري دکار ترځایه په بایسکل راځي او یا منډې وهي هلته بیا دسپورت جامې بیرته بدلوي دسپورټ لپاره ډیر وخت  پيدا کولی شئ  پرنورو ګټو سربیره هغه کسان چې سپورټ کوي جنسي انحراف نه لري .

۵: تلقین کول او کلکه اراده :

       ددې لپاره چې یو عادت پریږدو باید کلکه اراده ولرو او هغه مذبوته کړو او هره ورځ ځان تلقین کړئ او له ځان سره ووایئ دغه کار اسانه دی او زه ېې کولاي شم دغه راز ځینې اروايي کتابونه شته چې دشخصیت له مذبوتیا سره مرسته کوي دغه کتابونه حتماً مطالعه کړئ په تیره دانتوني رابینز کتابونه دشخصیت په جوړولو کې ډیره مرسته کوي  .

۶ : بل عادت داستمنا ځای ناستی کړئ :

           دا خبره ثابته شوې چې دیوه عادت دخوشې کولو لپاره ځینې کسان نور عادتونه خپلوي دمثال په توګه هنر او آرټ ته ګروهنه ممکنه ده تاسو له ډیرو شیانو وژغوري دغه راز  که ځان په ځینې مثبتو او په تیره بیا مستندو فلمونو رودږدی کړئ خوند به ترې ډیر واخلئ .

۷: ښه او مناسب خواړه او دژوند رودې :

      ځینې مناسب خواړه له تاسو سره مرسته کوي چې مناسب فکر وکړئ او  ستاسو عمومۍ مقاومت ورسره زیاتیږي دغه راز که هره ورځ په سړو اوبو حمام وکړئ ډیره ګټه لري  .

      دا هغه سپارښتنې وې چې په اروپايي سوسیالوجۍ کې ما پيدا کړې او له تاسو سره ښه مرسته کوي خو په دې برخه کې زما په نظر ترټولو مهمه خبره انګیزه او اسلامي احکامو ته توجه ده دخدای ویره په زړه کې ځای کړي او پوه شئ چې تاسو دیوه مسلمان په توګه باید حرام کار ترسره نه کړئ دغه راز داستمنا په تاوانونو ځان خبرکړئ اوپوه شئ کله  چې تاسو په دې ناوړه عمل روږدي شئ له واده وروسته  خپله میرمن نه شئ راضي کولی او امکان لري داولاد له درلودلو هم محرومه شئ .

       دلته دغه خبره هم باید وکړو هغه ځوانان چې په دې کار کې افراط نه کوي له خاصې ستونزې سره نه مخامخیږي  او که ېې دغه پلیت کار کړی وي اوس هم که توبه وکړي  ډیر ژر بیرته خپل توان ترلاسه کولاي شي او ښه او نیکمرغه ژوند به ولري .

        قدرمنو وروڼو! جرق وهل یو کبیره ګناه بلل شوې  چې لوی عذاب لري  د خدای ګران رسول حضرت محمد (ص )فرمايي:

 هرهغه څوک چې  په لاس خپل شهوت تشوي  ملعون دی.

  حضرت علی( رض ) په دې هکله فرمايي:

((  دا یوه ستره ګناه او ډیر پلیت کار دی  او هغه کسان چې په دې ډول خپل شهوت رفع کوي  له زنا سره برابره ګناه کوي))

     له بده مرغه زموږ امام او ملا صاحبان په دغسې مسلو کې لږې  سپارښتې او خبرې لري اوس خو ډیری په سیاسي مسلو  کې هم ښکیل شوي او دټولنې اصلاح ته متوجه نه دي .

دلته میندې اوپلرونه هم ستره دنده لري او باید دخپلو ماشومانو او ځلمکیانو په روزنه کوي دقت وکړي دغه راز ښوونکي او ښونځي هم په دې برخه کې باید ډیر تبلیغ وکړي او دغه چاره دخپلو پروګرامونو په سر کې راولي  ځکه دغه پلیت عادت په ځوانانو کې  دارادې دکمزورتیا سبب کیږي ننۍ نړۍ دیرې اړتیاوې لري  او موږ ته وایيي ښه وخورئ  او په هیڅ کار کې افراط مه کوئ چې ناروغه نه شئ .

       په دې ډول ویلی شو چې جرق وهل یا جلق وهل او استنما له شرعي او عرفي پلوه یو حرام کار دی او په ېوې کلکې توبې او پریکړې سره ځان ترې خلاص کړئ.)

 

دوام لري..............