د ځوان او خوښ اوسېدو هنر/ نهمه برخه

                   

  لومړنی ګام  اولومړنۍ سپارښتنه :

           ترټولو مهمه خبره دا ده چې دغه عادت ترک کولی شئ اوله ټولو هغو ناوړه اغیزو سره سره دعلاج وړ ده او ډاکټرانو ویلي دي چې که په دغو سپارښتنو عمل وکړئ حتماً مثبته نتیجه ترلاسه کوئ او ټولې هغه ناوړه اغیزې چې تاسو ددغه عمل له امله ورسره مخا مخ  یاست ډیرژر له منځه ځي په تیره بیا ځوانان چې کافي انرژي او تاندوالی لري ډير ژر دغه اغیزې له منځه وړلی شي هر وخت ېې چې پریږدئ ګټه مو کړې خو هیڅکله مه نهیلي کیږئ  نو ترټولو مهمه خبره  دا ده چې ژر تر ژره پریکړه وکړئ چې دغه پلیت عادت پریږدئ.

 دویم ګام او دویمه خبره :

          ټول ارواپوهان او ډاکټران  دې نتیجې ته رسیدلي دي چې  په دې کار کې هم  پریکړه او هوډ ډیر اړین دی او باید دې مسلې ته ډیره توجه وکړئ،  ښايي ډیر ځوانان دغه خبره وکړي چې موږ همدا پریکړه نه شو کولاي  او اراده مو کمزورې ده  او بیا بیا ناکامه شوي یو  خو دغه کار خو آسانه دی  چې په لومړي سر کې په هغو ځایونو کې دغه کار مه کوئ چې هلته ېې شرایط برابر نه وي  او دغه نقل قول مه هیروئ چې هره ماته  او ناکامي  دیو بریالیتوب  سریزه او مقدمه ده  ایمانداره کسان دغره په شان کلک او هوډمن وي . دغه دوه لارې او ګامونه دپيل لپاره اړین وي. 

         هغه لارې چې دجرق وهلو دپریښودو لپاره ېې درته وړاندیز کوو ښايي ستاسو له نظره  اسانه او ساده وي  او تاسو  به ووایئ چې موږ هم په دې خبرو پوهیدو خو که لږ ورته ځیرشئ او په دقت سره ېې ترسره کړئ له دې ناوړه عادته ځان ژغورلی شئ :

۱: له هر ډول جنسي تحریکه ځان وساتئ هغه کسان چې هره شپه بربنډ فلمونه  ګوري  او یا دخپل ژوند مهمه برخه دفحشا او سکس په هکله خبرو ته بیلوي  او په کوڅه او سړک کې یوازې دنجونو اندامونو او څیرو ته ګوري هغه نه شي کولای ځان له دغسې پلیتۍ خلاص کړي البته ځواني او شهوت طبیعي خبره ده خو  دشهوت کنټرول او پر نفس باور لوي شهامت غواړي خو که په خپلې بټوې ،موبایل او کمپيوټر کې  پارونکي او غیر اخلاقي تصویرونه لرئ  ټول له منځه یوسئ .

       دغه مصنوعي تحرکات چې نن سبا په افغاني رسنیو کې هم له حده زیات دي ددې سبب کیږي خونان انحراف ته ټیل وهي دغه مصنوعي پارونې دعمر مهم پړاو یعنې ځوانی بربادولی شي نو غوره ده ځوانان ددغسې پاروونکو صحنو له لیدو ځان خوندي وساتي هغه په  لودیځ کې کې پاروونکي فلمونه هغه وخت په رسنیو کې ښودل کیږي چې ځلمکیان ویده شوي وي خو زموږ په رسنیو کې پروګرامونه دعمر او سن په اساس نه خپریږي  په هرحال دمبتذلو پروګرامونو کتلو په ځاي غوره ده  مطالعه وکړئ او سپورټ ته مخه کړئ .

۲: ترټولو مهمه سپارښتنه دا ده چې له یوازیتوبه ځان وساتئ جرق وهل او استمنا له یوازیتوب سره نیغ  په نیغه اړیکه لري له هغه چاپېریاله ځان ساتئ چې هلته داستمنا عمل ترسره کوئ معمولاً دغه کار په یوازیتوب کې کیږي نو حتی کله چې تحریک شوي هم نه یاست غوره ده  ځان یوازې پرې نه ږدئ ښه خبره دا ده چې ځلمکیان او ځوانان یوازې پاتې نه شي حتي دمطالعې لپاره هم باید یوازې نه وي  په هرچاپېریال کې چې ځان یوازې احساس کړئ له هغه ځایه  بهر شئ که ډیر لږ هم تحریک شئ له یوازیتوبه بهرشئ او ځان په یوه کار بوخت کړئ  دا داستمنا دمخنیوي ترټولو مهمه او اغیزمنه لاره ده .

۳: له هغو کسانو سره ناسته پاسته مه کوئ چې فاسد او فحاش خلک دي  هغه کسان چې جنسي او  اخلاقي انحراف لري په طبیعي توګه له دې چارې خوند اخلي، چې نور هم دځان په شان کړي  ځکه هغوی ته دګناه احساس کوي  او په دې ډول هڅه کوي نور هم دځان په شان کړي  که غواړئ له دې چارې خلاص شي  له دغسې ملګرو خداي پاماني وکړئ .

 

دوام لري.................