د ملي فدراسيونو د انتخاباتو دوام 

د دغو انتخاباتو په دوام نن د هاکي او توره وهنې ملي فدراسيونو لپاره ټاکنې وشوې.

سېد مصطفی سادات چې وړاندې د هاکي فدراسيون سرپرست و له لسو رايو څخه يې د شپږو په ګټلو رياست وګټه او بل نوماند اسميعل ځدران د څلورو رايو په ګټلو ناکام شو.

همدارنګه د توره وهنې ملي فدراسيون د مشرۍ لپاره ټاکنې وشوې چې پخوانی مشر طارق روشنګر بيا ګټونکی شو.

د توره وهلو فدراسيون د مشرۍ لپاره يوازې طارق روشنګر کانديد و چې د عمومي مجمع شپږو رايو څخه يې پېنځه وګټلې او د بيا ځل لپاره د څلورو کلونو د مشرۍ حق يې ترلاسه کړ.

د افغانستان د المپیکي فدراسيونو انتخابات د دې لپاره ترسره کېږي چې وروسته همدغه مشران د المپيک د مشر په ټاکلو کې رايې ورکړې.