ژمنی اولمپیک د امریکا په بریا

د روان ژمني المبيک سیاليو دوېمه ورځ امريکايي لوبغاړو د سرو زرو مډال ګټلو پېل کړه.

امريکايي لوبغاړي رېډمنډ ګرېډ په سنو بورډ يا د تختې په سر د سکي سياليو کې د کاناډا دوه لوبغاړي شاته پرېښودل.

د دغو سيالیو په لومړۍ ورځ جرمني او هالنډ دوه، دوه د سرو زرو مډالونه او سويزرلينډ، او جنوبي کوريا يو يو مډال وګټه.

د جنوبي کوريا په کوربتوب ژمني المپیک سيالۍ د جمعې په ورځ پرانېستل شوې چې پکې دوه نوي هېوادونو برخه اخېستې.