ملي لوبډلې زمبابوی ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه.

افغان بالرانو په لومړي نوبت کې د زمبابوې توپ وهونکي ډېرو منډو جوړلو ته پرېنښودل.

زمبابوې د نهو لوبغاړو په سوزېدو 121 منډې هدف وټاکه، افغان لوبغاړو ټاکلې منډې د پنځو لوبغاړو په سوزېدو په پنځلسم اور کې پوره کړې.

د افغانستان لپاره راشد خان د درېو لوبغاړو په سوزولو ښه توپ اچونه وکړه او نبي عيسی خيل د څلوېښتو ناسوزېدو منډو سره په توپ وهنه کې ښه وځلېد.

دغه سيالۍ تېره شپه ناوخته د افغانستان په کوربتوب د متحدو عربي اماراتو په شارجې لوبغالي وشوه.

دواړه لوبډلې اوس بیا لوبه لري.

د زمبابوې پروړاندې دغې شل اوريزه لوبډله کې ډېر بدلونونه راغلي وو، افتاب عالم، کريم صادق، شرف الدين اشرف او شهزاد محمدي ته له مودې وروسته په لوبډله کې ولوبېدل.