المپیک کې ټاکنې پيل شوې

د المپيک، ورزش رياست او پر ټاکنو د څار ادارو په نظارت نن د جودو او وزن پورته کولو فدراسيون مشرانو د ټاکلو لپاره انتخابات وشول.

د ورزش رياست مشر حفيظ ولي رحيمي وايي په دې دغو ټاکنو سره به د المپيک او ورزشکارانو ستونزې حل شي، 

د جودو فدراسيون په ټاکنو پنځو نوماندانو ګډون کړی و چې ذکريا اسدي د نهو رايو په ګټلو د بيا ځل لپاره د دغه فدراسيون مشري وګټله.

د جودو فدراسيون ټاکنې که ظاهر شفافې وې خو ځينو ګډونوالو او لوبغاړو نمايشي وبللې او دغه ټاکنې يې له ټګيو برګيو ډکې وګڼلې.

د انتخاباتو په دوام نن مازيګر ناوخته د وزن پورته کولو ټاکنې وشوې چې ادم کوهي د يوولسو رايو په ګټلو د وزن پورته کولو فدراسيون مشر وټاکل شو.