کابل کې د جنګ بس دی ترشعار لاندې سیالۍ

(جنګ بس دی) په نوم د واليبال سيالۍ د شپاړلسو لوبډلو ترمنځ په کابل کې پېل شوې.

دغه لوبې احمد شاه بابا مېنه کې د المپیک د ولايتي مرستيال نورحمن تره خيل په نوښت پېل شوي چې موخه يې په وروستيو امنيتي پېښو کې د ځوانانو د اغېزمن شوی روان او فکر بدلون دی.

د واليبال دغه لوبې به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي چې د کابل بېلابېلو لوبډلو پکې برخه اخېستې.

لوبغاړي وايي د واليبال دغه سيالۍ به د ځوانانو په اغېزمن شوي روان ښه تاثير ولري او ترڅنګ به يې ځوانان د نشه يي توکو له استعمال وژغوري.

د واليبال لوبغاړي وايي اړوند فدراسيون د ګوتو په شمېر لوبډلو ته سيالۍ نشي برابرولی خو دغه ډول لوبې به د هغو استعدادونو د غوړيدو لپاره هم ګټورې وي چې رسمي لوبډلو ته نه اخېستل کېږي.