کرکټ کې افغانستان څلورم مقام وګټه

افغان کرکټ نولس کلنو د نړيوال جام سفر د څلورم مقام په ګټلو پای ته ورساو.

تمه وه چې د دريم مقام په ګټلو نن سهار پاکستان او افغانستان سره سيالۍ کړې وه خو ورښتونو له کبله لوبه ترسره نشوه.

افغان مينه وال په تمه وو چې د نړيوال جام وروستۍ لوبه کې به د پاکستان د ماتې شاهد وي ځکه په تېرو درېو سياليو کې افغان نولس کلنو پاکستان ته سختې ماتې ورکړي.

دا چې پاکستان په ګروپي حالت کې تر افغانستان يوه درجه مخکې و؛ نو ځکه يې دريم مقام پاکستان او څلورم افغانستان ته ورکړل شو.

د نولس کلنو په نړيوال جام کې شپاړلسو لوبډلو برخه اخېستې وه چې وروستيو څلوور غوره لوبډولو ته يې هند، اسټراليآ، پاکستان او افغانستان لار پيدا کړې وه.

افغان کرکټ لوبډلې په دولسم پړاو نړيوال کپ کې پاکستان، سريلنکا او نوي زيلاينډ ته ماته ورکړه خو له ايرلنډ او اسټراليا يې ماتې وخوړه.

دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل و چې په نړيوال جام کې دومره مخکې لاړ او څلورم مقام يې خپل کړ.

په نړيوال جام کې قيس احمد د څوارلسو وېکټو په اخېستو تر ټولو لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ او ابراهيم ځدران د 186 منډو په کولو په ټوله کې دېرشم خو افغانستان لپاره لومړۍ ډېرې منډې وکړې.