شهزاد دیرش کلن شو

د افغانستان تکړه وېکټ ساتونکی او د ډېرو منډو جوړونکی شهزاد محمدي نن دېرش کلن شو.

شهزاد محمد په 1988 ز کال د جنورۍ په يودېرشمه ننګرهار کې زيږدلی او د ملي لوبډلې سره له پيله يوځای دی.

هغه په پنځوس اوريزو لوبو کې 1901 منډه کړې چې تر نبي وروسته په افغانستان کې ترټولو ډېرې منډې دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا شهزاد د 1779 منډو په کولو لومړی مقام لري، په هغه تازه د نړيوالې شورا بنديز لېرې شوی او ملي لوبډلې سره يې تېره ورځ په تمريني لوبه کې د اماراتو د يوې ځايي لوبډلې پروړاندې اويا منډې وکړې.