افغان لوبډله له پاکستان سره مخ کیږي

افغان کرکټ نولس کلن به نن د شپې دوه بجې د دريم مقام په ګټلو له پاکستان سره سيالۍ وکړي.

که د پاکستان او افغانستان ترمنځ دغې سيالۍ کې هره لوبډله بری وګټي نو د نړيوال جام دريم مقام به خپل کړي او بايلونکې به يې څلورم مقام وګټي.

د نولس کلنو نړيوال جام د شپاړلسو لوبډلو ترمنځ پېل شوی و چې اوس يې پايلوبې ته هند او اسټراليا لار پيدا کړې.

د سياليو پايلوبه شنبې سهار دوه بجې کېږي چې پايله به يې اتله او دويم مقام ګټونکې لوبډله مالومه کړي.