فوټبال لوبو قانون کې د بدلون غوښتنه

په نړيوال فوټبال کې د لوبغاړو د خونديتوب په قواعدو کې د بدلون غوښتنه.

د مانچستر سيټي کلپ مالک پيپ ګواردېولا تر هغې وروسته د لوبغاړو د خونديتوب غوښتنه کړې چې د فا کپ سياليو کې د دغې لوبډلې مشهور فوټبالر ټپي شو.

د لوبډلې مالک د خپل ټيم دوه صفر ماته د همدغه لوبغاړي د ټپي کېدو پايله ګڼي چې د مخالف لوبغاړي د تېروتنې له امله ټپي شو.

لېرو سېن د مانچستر قوي لوبغاړی شمېرل کېږي خو په وروستۍ لوبه کې د ټپي کېدو سره به نږدې يوه مياشت له خپلې لوبډلې لېرې وي.