افغان لوبډلې ماتې وخوړه

افغان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې اسټراليا ته په ماتې خوړلو له مخکې تګ پاتې شوه.

ملي نولس کلنو ونشو کړای چې له ټاکلو 182 منډو څخه ساتنه وکړي، اسټراليا په اته دېرشم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو افغانستان ته ماته ورکړه.

په توپ وهنه کې وېکټ ساتونکي اکرام علي خيل د اتيا منډو په جوړولو او په توپ اچونه کې قيس احمد د دوو لوبغاړو په سوزولو ښه وځلېد.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په نړيوال جام کې آن تر نيمه پايلوبې رسيږي.

افغانستان د نړيوال جام د شپاړسو هېوادونو څخه څلورو غوره لوبډلو کې شامل شو او درېم مقام په ګټلو به له هند يا پاکستان سره سيالۍ وکړي.

د سيالۍ د پېل نه څو شېبې وړاندې په کابل کې د شوي بريد له امله دواړه لوبډلې څو شېبې چوپ شوې او د سيالۍ پرمهال د اسټراليا، افغانستان او نړيوالې شورا بيرغونه نيمه ځوړند او د دواړو لوبډلو لوبغاړو پخپل مټ د خپګان توره ټوټه تړلې وه.

ولسمشر د سيالۍ څو شېبې وړاندې لوبډله په ټيلفون کې هڅولې وه.

په هېواد کې د نامنيو د زياتېدو سره يوازې د کرکټ ښه خبرونه وو چې د خلکو پام يې بدل کړی و.

په اۍ پي اېل کې د میلونو هنديو کلدارو په بدل کې د څلورو افغان لوبغاړو اخېستل، د نولس کلنو د نړيوال جام کې د ملي لوبډلې مخکې تګ، په بيګ باش کې د راشد خان ښې لوبې او د اماراتو پروړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې تمريني برياوو په ټولنيزو رسنيو کې خلک د خوښيو پوسټونو ته وهڅول.