ولسمشر د المپیک د شفافو ټاکنو ډاډ څرګند کړی

ولسمشر محمد اشرف غني د اسيايي المپيک د پلاوي سره په ناسته کې د المپيک د شفافو ټاکنو ډاډ ورکړ.

تر دوو کلونو ډېر وخت کې کېږي چې د افغانستان د المپيک سرنوشت مالوم نه دی او د ورزشکارانو سترګې شفافو او ټولمنلو انتخاباتو دي.

تېر ماښام د اسيايي المپيک د مرستيال حسين مسلم په مشرۍ پلاوی کابل ته راغی او د ولسمشر سره يې د المپيک د مشرۍ لپاره د شفافو ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر په ناسته کې ويلي چې راتلونکې ټاکنې به په منل شوو اوصولو او طرزالعملونو ترسره شي.