د اسیا صالون دننه المپیک سیالیو کې د افغانانو بریا

افغانستان د اسيا د صالون دنننه المپیکي سياليو کې نن هم د برونزو يو بل مډال وګټه.

افغان لوبغاړي صالح محمد د برونزو مډال د ګټلو لپاره اردوني، فيلپيني، او هندي لوبغاړي ته ماته ورکړه خو د سپينو زرو مډال د ګټلو په سر لوبه يې بل هندي لوبغاړي ته وبايلله.

افغانستان ټولټال اته مډالونه لري، چې شپږي يې د برونزو، يو د سروزرو او يو يې د سپينو زرو دی.

نن ورځ حبيب الله اميني، سليمان احمد، سايره عزيزي، فرحناز سادات، فریحه افشار، محمد شعيب يوسف، طايبي اکبري او عزيز الله اکبري له خپلو سيالانو ماتې وخوړې.

خو ملک محمد عارف، منصور بيګ، شريف محمدي او صالح محمدي پخبلو سيالانو برلاسي شول.

د نن ورځې په دوام افغانستان يو ويشتم مقام درلود.