د المپیک لپاره بیا ټاکنې کیږي

د ظاهر اغبر اړخ المپيک د المپيک تېر ټاکنې غيرقانوني ګڼي او وايي د نړيوال المپيک په لارښونه به ډېر ژر نوي انتخابات وکړي.

د اغبر په مشرۍ د المپيک وياند احسان نيرو له رسنیو سره په خبرو کې وويل تېرې ټاکنې د ټولو اوصولو خلاف او غير قانوني دي نو ځکه دوی ته د منلو وړ نه دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم له مخې د ټاکنو خپلواک کميسيون د سنبملې په اولسمه نېټه د المپيک د ملي کمېټې ټاکنې وکړې چې د رايو پّه اکثريت محمود حنيف وګټلې خو ظاهر اغبر يادې ټاکنې نه مني او د المپيک اصلي ودانۍ يې په واک کې نيولې.

د المپيک دمشرۍ په سر جنجالونه نږدې دوه کلن شول خو لا هم د دغې ستونزې د پای لپاره جدي اقدام نه دی شوی.