موازي فدراسیونونو ستونزې زیاتې کړي

د المپيک د ادارې په څېر په فدراسيونو کې هم ګڼ شمېر يې موازي دي چې لوبغاړو ته يې ستونزې پيدا کړي.

لوبغاړی جاوېد زړه ور وايي، دی له ننګرهار په سايکل راغلی خو د سايکل ځغلونې د موازي فدراسيونو د شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

هغه وايي په ننګرهار کې يې د المپيک چارواکو سره اړيکه نيولې خو د مرستو څه چې آن د ده د ثبت نام چاره يې هم ونکړه او دی اړ شو چې يوازې د ثبت نام لپاره کابل ته راشي.

جاوېد شاوخوا يونيم سل کېلو متره مزی پايډل کړی خو په کابل کې ورسره د فدراسيون مشر عبداصادق صادقي سمه رويه نه ده کړې او حسين حسيني چې ځان د سايکل ځغلونې  د يو بل فدراسيون مشر ګڼي هڅولی.

فدراسيون مشر عبدالصادق صادقي بيا نه مني چې ګنې دې دې ورسره همغږي کړي وي.

د تېرو دوو کلونو راهېسې چې المپيک دوه ګونی شوی له امله يې ګڼ فدراسيونونه هم دوه سري شوي چې له امله يې لوبغاړي د سختو ستونزو سره مخ دي.