پوهنتون ته جذب په سهم نه، په وړتیا دی

د کانکور ازموینې لپاره د ګډونوالو شمېر لسګونه زره، خو جذب یې زرګونه وي چې زیات ځوانان بې برخلیکه پاتې کیږي.

سږ کال له نږدې هر ولایت نیوکې دي چې د پوهنتون لپاره د جذب برخه یې کمه ده، خو د لوړو زده کړو وزارت وایي، پوهنتون ته جذب د برخې په اساس نه بلکې د وړتیا په اساس ده.

زده کوونکي انديښنه لري چې هر کال د کانکور د ګډونوالو شمېر زیات او جذب یې کم وي، چې ځوانان لویه لار حیران پاتې کیږي.

له ځينو ولایتونو نیوکې دي چې ګنې پوهنتونونو ته د جذب شمېره یې د دولسم ټولګي فراغت ته په کتو کمه ده، خو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموینې کمیټې مشر احمد جاوید رسولي وایي، پوهنتونونو ته جذب د وړتیا په اساس دی او هیڅ ولایت ته سهم نه دی ورکړل شوی.

سږکال په ننګرهار کې د ۱۳۹۵ او ۹۶ کلونو د ښځو په ګډون دولسم ټولګیو نږدې ۱۸ زره فارغانو څخه د کانکور ازموینه واخېستل  شوه چې دمالوماتو له مخې سږکال ننګرهار پوهنتون د۴۰۰۰محصلینو د جذب سهمیه ورکړل شوې چې د نورو ولایتونو خلک هم ورځي.

 

غوښتنه دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت دې د پوهنتونونو لپاره جذب زیات کړي، ځکه هر څوک د خصوصي پوهنتونونو د فیس توان نه لري او هغوی چې له زده کړو پاتې کیږي د راتلونکي په اړه یې اندیښنې دي.