روسیه له امریکا سره مرسته کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیت اندېښنه لري او چمتو دي چې په ګډه له متحده ایالاتو سره د جګړې د پای لپاره همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیي ځانګړي استازي ضیمر کابلوف ویلي، له اوسني وضعیت اندېښنه لري او ترهګر دې نه پرېښودل کیږي چې سیمې ونیسي.

ضمیر کابلوف وايي، (( موږ چمتو یوو چې له امریکا او د ناټو له هیوادونو سره د افغانستان د وضعیت په کېدو کې مرسته وکړو چې خپل هدف ته ورسېږو.))

د روسیي ځانګړي استازي ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو دا پروسه باید د افغانان په مشرۍ مخته ولاړ شي.

د کابلوف په خبره، (( د سولې او روغې جوړې بهیر مشري باید افغانان وکړي او موږ چمتو یوو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړو.))

امریکا بیا روسیه ملامتوي چې له طالب جنګیالو سره د وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو مرستې کوي، خو مسکو دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.