د پاکستان پروړاندې د امریکا سخت دریځ

د امریکا نوې اداره به ډېر زر د پاکستان پر وړاندې خپل سخت دریځ اعلان کړي. 

امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې به د پاکستان په تړو د امریکا سخت دریځ روښانه شي.

 امریکايي چارواکو د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط زیاته کړې، چې له دې امله پر پاکستان دا ځل ډېر فشار راوړل کیږي، چې یاد هېواد په خپله خاوره کې د هغو وسله والو د مرکزونو، چې د افغانستان په خاوره کې وسله والو فعالیتونو ته دوام ورکوي اقدام نه دی کړی. 

 د امریکايي چارواکو په وینا په دغې ستراتیژۍ کې به همداراز له پاکستان څخه غوښتنه وشي، چې له امریکا خپلې ځانګړې غوښتنې په ډاګه کړي.