ماليې وزارت سم بودجوي سیستم نه لري

د مالې وزارت، د روڼتیا څار بنسټ او یو شمیر نورو ادارو غونډه جوړه کړې وه، چې څنګه کیدای شي په ملي بودجه کې د خلکو ګډون زیات شي.

د مالې وزارت مرستیال خالد پاینده د مالیاتو او ملي بودجه په برخه کې د خلکو نه کم ګډون لویه ستونزه یادوي.

په روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي بیا حکومت ملامتوي چې ګنې تراوسه یې منظم بودجوي قوانین نه دي برابر کړي او نامنظم سیستم خلک په مالیه ورکولو شکمن کړي دي.

د ولسي جرګې بودجوي کمیسیون مشر امیرخان یار هم مني، چې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په عوایدو او بودجې کې د پرمختګ پر ځای شاتګ راغلی.

د یوې نړیوالې سروې له مخې په بودجوي برخه کې افغانستان د نړۍ هیوادونو په کچه له سلو نمرو پنځلس نمرې اخیستي چې د نظارت کوونکو بنسټونو له لوري یې د بودجې په برخه کې پر حکومت نیوکې زیاتې کړي دي.