له خصوصي پوهنتون فارغینو ته د دیپلومونو ویش پيل شو

د لوړو زده کړو وزارت وايي، دا مهال شپږخصوصي پوهنتونونو د ډیپلوم د ویش امتیاز ترلاسه کړی او ډیر ژر به درې نور خصوصي پوهنتونونه دغه امتیاز ترلاسه کړي . 

وزیر دکتور نجیب الله خواجه عمري وویل د لوړو زده کړو د نوي جوړ شوي تحصیلي نظام پر اساس د خصوصي پوهنتونو او موسساتو فارغین حق لري چې ډیپلوم ورته ورکړل شي خودجوړ شوي میکانیز پر اساس . 

 په غونډه کې د خصوصي پوهنتونونو استازو د لوړو زده کړو وزارت د ډيپلوم د ویش د لړۍ هرکلی وکړ او دغه ګام يي د خصوصي پوهنتونونو دزده کړو د پرمختګ په برخه کې اغیزمن و باله . 

  د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو په اساس، دا مهال  په ټول افغانستان کې یوسلوشپږ اویا زره څلورڅلویښت محصلین په خصوصي پوهنتونونو کې  په لوړو زده کړو بوخت دي ، 

 لوړو زده کړو وزارت ژمنه وکړه چې د لوړوزده کړو ټول ډولتې اوغیر دولتي سکتور څخه به جدي  څارنه وکړي  تر څو  وکولي شي د سیمې هېوادونو سره په دې برخه کې سیال شي.