امریکا: د افغان حکومت دښمن د امریکا دښمن دی

د امریکا د مرکزي قومندې مشر ویلي چې له نوي ستراتیژۍ سره سم هغه ټولې وسله والې ډلې ځپي چې افغان حکومت ته ګواښ وي.

دامریکا د بي ۵۲ الوتکو د طالبانو او نورو ډلو باندې بریدونه سره داسې ښکاري چې امریکا اوس په افغانستان هره وسله واله ډله باندې بریدون کوي چې افغان حکومت ته ګواښ وي.

په افغانستان کې د امریکا د مرکزي قومندې قومندان جنرال لنس بنچ وايي، (( هر هغه څوک چې د افغان حکومت دښمن وي موږ یې په نښه کوو، موږ ته تر پخوا ډېر صلاحیتونه راکړل شوي او د وسله والو ټول پټنځایونه به په نښه کړو)) 

د امریکا د پوځ دغه څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي چې د امریکا تېرو ولسمشرانو افغانستان کې یواځې هغه ډلې په نخښه کولې چې د امریکا ګټو ته یې ګواښ پيدا کولی شو، خو اوس دا تګلاره بدله شوې.

د امریکا وروستي بریدونه داسې مهال زور اخلي چې امریکا غواړي د تازه دمو سرتیرو په ګدون له سوریې اوعراقه خپل پوځي تجهیزات افغانستان ته ولېږدوي.