امریکا د افغانستان دایمي ستونزه حلوي

د امریکا دفاع وزیر د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي، د افغانستان او سیمې په اړه یې پالیسي بشپړه شوي او ډېر ژر به یې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

امریکایي چارواکي وایي، د افغانستان او سیمې د ستونزې پر دایمي حل یې ژور فکر کړی دی. 

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس ویلي (( ولسمشر ټرمپ افغانستان، عراق او سوریې کې د پوځي عملیاتو په موخه د ۶۴،۶ ملیارده ډالره بودیجې وړانديز کړی او همداراز به د ناټو پر دفاعي پیاوړتیا هم کار وشي چې د ترهګرۍ پر وړاندې موثره مبارزه وکړي.))

جیمز ماټیس داعش ډله نړیوال امنیت ته خطر بللی او پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی.

جیمز ماټیس ویلي، (( داعش بله ترهګره ډله ده، چې اوسمهال خطرناکه ده او زمونږ متحدین باید د دې ډلې پر وړاندې مبارزې کمپاین کې برخه واخلي.))

له دې سره د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، ولسمشر غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه څلور کلن پلان بشپړ کړی او له امریکا غوښتنه لري چې افغان ځواکونه او په ځانګړي ډول هوایي ځواک په پياوړتیا کې دې مرسته وکړي

د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي، په نوي پالیسۍ کې به یې افغانستان ته د اضافي سرتیرو او روزونکو استول هم شامل وي چې ماموریت به یې د افغان ځواکونو روزنه او په هوایي برخه کې یې ملاتړ وي.