هانګ کانګ کې سخت ټکر شوی

د چين په هانګ کانګ کې د بس ټکر کې ۱۸ تنه مړه شول.

دغه ټکر کې لسګونه تنه نور سخت ټپیان دي چې روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

چارواکي وايي هانګ کانګ د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له پلوه ډیر بد ښار دی.

د ژغورنې چارواکي سیمه کې دي او د بس چت یې پرې کړی چې بند پاتي مساپر وباسي.

پولیسو د بس ډریور د ډله اییزې مرګ ژوبلې په تړاو نیولی او څیړنې ترې روانې دي.

په هانګ کانګ کې له تيرو څو کلونو راهیسې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته شوې چې د ښار اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.