مودي فلسطین ته رسیدلی

فلسطین له اسرايیلو سره د مذاکراتو په برخه کې د هند رول اړین بولي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د هند له لومړي وزیر نریندار مودي سره په یوه خبري ناسته کې دا خبرې وکړې.

نریندرا مودي منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې فلسطین ته تللی چې له عباس سره د سیمې د هیوادونو په اړه خبرې وکړي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د اسراييلي ځواکونو پر وړاندې په غزه کې اوس هم لاریونونه روان دي چې په نښتو اوښتي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.