کردي ملیشو ترکي الوتکه ویشتلې

د سوریې په عفرین کې کردملیشو یو ترکي هلیکوپټر راغورځولی دی.

ترکیه وايي په دغه پیښه کې یې دوه تنه سرتیري هم وژل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي کردملیشې به د خپلو کړنو درنه بیه پرې کړي.

ترکي چارواکي وايي په هلیکوپټر کې یې څو تنه تخنیکي خدمه هم وه چې د مرګ ژوند په اړه یې څیړنې دوام لري.

دغه نښتې داسې مهال کیږي چې له نږدې یوې میاشت راهیسې د سوریې پر پولو ترکیې هوايي بریدونه دوام لري.