مالدیف کې حکومت بیړنی حالت اعلان کړ

د هند لویې وچې د دغه سواحلي هیواد ولسمشر عبدالله یمین وروسته له هغې بیړنی حالت اعلان کړ چې د سترې محکمې قاضي او پخوانی ولسمشر یې ونیوه.

د حکومت له لوري د تصفيې پر دغې پروسې اپوزیسیون سخت غبرګون ښودلی دی.

په خپرې شویې ویډیو کې لیدل کیږي چې پولیس د سترې محکمې قاضي روان کړې او زندان ته یې وړي.

حکومت دغه چاپه د شپې له خوا اچولې ده.

مالديف د هندې د لویې وچې تر ټولو کوچنی هیواد چې  ۴ لکه اوسیدونکي لري او د خپلو ښکلو سواحلو لپاره مشهور دی او هر کال ورته زرګونه سیلانیان ورځي.