اردوغان له پآپ سره لیدلي

اردوغان د عیسویانو له مشر پاپ سره د فلسطین په اړه د ټرمپ د پریکړې په هکله خپله اندیښنه شریکه کړه.

راپورونه وايي دواړو مشرانو هوکړه کړې چې د منځني ختیځ وضعیت په پام کې نیولو سره به د بیت المقدس موضوع د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي.

رجب طیب اردوغان د ایټاليا په واتیکان کې له پاپ فرانسس سره له لیدنې وروسته د دغه هیواد له لومړي وزیر او ولسمشر سره وکتل.

اردوغان له پاپ وروسته د ايټالیا له لومړي وزیر او ولسمشر سره د دواړو هیوادونو د اړیکو رغولو په اړه خبرې وکړې.

دا په تیرو کابو ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې یو ترکي مشر واتیکان ته ځي.