شمالي کوریا هر کله ګواښ دی

سویلي کوریا او جاپان دې د شمالي کوریا په چوپتیا نه غوليږي.

د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پینس جاپان او سویلي کوریا ته د شمالي کوریا په تړاو د سخت پیغام سره ولاړ.

مایک پینس وايی شمالي کوریا ژمني المپیک موضوع ځکه مخکې کړې چې تر سیوري لاندې یې خپل ویجاړونکي کارونه وکړي.

پینس به د یو ستر پلاوي په مشرۍ د ۲۰۱۸ کال په ژمني المپیک سیاليو کې هم برخه واخلي.

په پام کې ده چې پینس به د سویلي کوریا او جاپان له مشرانو سره د کېم جونګ اون په تړاو د ټرمپ مشورې هم شریکې کړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ مخامخ مذاکرات شوي او اړیکو یې ښه لوری اخیستی دی.