روسیه او امریکا مالومات شریکوي

روسیه او امریکا له یو بل سره د اټومي پروګرام مالومات تبادله کوي.

واشنګټن او مسکو په پام کې لري چې دغه مالومات راتلونکې مارچ میاشت له یو بل سره شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي په دغه مالوماتو کې د امریکا نوې اټومي سټراټيژي هم شامله ده.

دواړو هیوادونو په تیرو اوه کلونو کې دوه ځل له یو بل سره خپل اټومي سټراټيژي ګانې شریکې کړې دي.

د دواړو هیوادونو چارواکي وايي له دې سره به دواړه لوري د نویو سیسټمونو او پرمختللو اټومي اسانتیاو خبر شي او دا هرڅه به یې د یو بل سره د مرستې سبب شي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ملګري ملتونه وايي داسې نړۍ غواړي چې له اټومي وسلې پاکه وي.