روسیه په سوریه کې د ترکيې عملیاتو انديښنمنه کړې

نږدې دوې اونۍ کیږي چې د ترکیې پوځ د سوریې په شمال کې د کردي ملیشو پر وړاندې نظامي عملیات پیل کړي خو د ترکیې دغه عملیات د نړیوالې ټولنې له غبرګون سره مخ شوي دي. 

تازه روسیې هم د سوریې په شمال کې د ترکيې د نظامي عملیاتو پر وړاندې اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي. 

 (د وروستیو مالوماتو له مخې، د څه د پاسه لسو ورځو عملیاتو راهیسې د ملکي وګړو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي. د سوریې په شمال کې حالت د اندېښنې وړ دی او  موږ پر دواړو خواوو غږ کوو چې حالت کنټرول کړي.)

ترکیې خپلو دغو عملیاتو ته د زیتون څانګې عملیاتو نوم ورکړی چې د ترکیې هوايي او ځمکني ځواکونه پکې برخه لري. د سوریې په شمال کې ډیری اوسیدونکي د ترکیې پوځ تورنوي چې د عملیاتو په مهال هر ډول خلک په نښه کوي. 

د سوریې شمال ته له عفرین سیمې څخه هم د ترکیې پر سرحدي ښارونو راکټي بریدونه شوي. که څه هم امریکا د عملیاتو له پیل څخه ترکیې ته خبرداری ورکړی چې خپل دغه عملیات بند کړي خو تېره ورځ د فرانسې ولسمشر هم ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د کردي جنګیالیو د په نښه کولو په بهانه دې پر سوریه یرغل نه کوي.