اروپايي ټولنې د فلسطین د شخړې هواري باندې ټینګار کړی

اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ د شخړې د پای ته رسېدو یواځنۍ لاره د دوو دولتونو حل دی. 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګریني ویلي د بیت المقدس په تړاو به د دغې ټولنې دریځ هیڅکله بدل نه شي. 

موګریني د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د بیت المقدس په تړاو د امریکا وروستۍ پریکړه د دواړو خواوو تر منځ د سولې په رامنځ ته کېدو کې ګټوره نشي تمامېدای. 

اروپايي ټولنې همداراز ژمنه وکړه چې له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره به ۴۲.۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي. 

اروپايي ټولنې له فلسطین سره دغه مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې څو اونۍ وړاندې امریکا له فلسطین سره د خپلې ۶۵ میلیونو ډالر مرستې د ځنډیدو خبر ورکړی و.