مایکل چمتو دی چې د ټرمپ پر ضد شاهدي ورکړي

د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی مشر فلېن وايي؛ د ډونالډ ټرمپ یو مشر کمپاینر ورته ویلي ول چې له روسیې سره اړیکه ونیسي.

فلېن څو ورځې وړاندې اعتراف وکړ چې ایف بي آی ته یې له روسیې سره د خپلو اړیکو په تړاو دروغ ویلي ول او اوس سپیناوي ته چمتو دی.

ټرمپ دغه ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه چې له روسیې سره یې هيڅ ډول اړیکې نه دي پاللي.

فلین د ټرمپ له ولسشمر کیدو نږدې څو اونۍ وروسته له دندې لرې شو.