د ټرمپ زوم له روسيي سره په اړیکو تورن دی

د امریکا د ولسمشر؛ ډونالډ ټرمپ زوی ډونالډ جان ټرمپ له روسي چارواکو سره خپل تبادله شوي بریښنالیکونه را برسیره کړي دي.

جان ټرمپ وايي؛ په دې بریښنالیکونو کې یې عمومي معلومات شریک کړي دي.

امریکايي رسنۍ وايي؛ له دې بریښنالیکونو څرګندیږي چې روسیې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د هیلري کلنټن په تړاو پټ معلومات شریک کړي دي.

امریکايي امنیتي چارواکو هم په دې تړاو څیړنې پیل کړي دي.

خو ډونالډ ټرمپ وايي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ډاډ ورکړی چې هغوی په تیرو ټاکنو کې لاسوهنه نه ده کړې.