د ماليې د وزیر اعتراف

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د مالیې وزارت په ګډون حکومتي ادارو کې د زور او اړیکو لمخې په تقرر انديښنه وښوده ، خو په وړاندې یې د مبارزې ډاډ ورکړ.

حکیمي وایې،هغوی چې  زور او واسطې  لري دولتي دندې ترلاسه کوي،خو  ډیری ځوانان چې بهرنیو هیوادونو کې د زده کړو اسناد لري  او واسطه نلري دندو پسې سرګردانه ګرځي.

اکلیل حکیمي او په کابل کې د یوناما مشر له رسنیو سره  د څارنې او همغږۍ ګډ بورد غونډې د پایلو شریکولو په مهال د حکومت لاسته راوړنې هیله بخښونکي وبللې او زیاته يې کړه، اصلاحاتو  او فساد ضد مبارزې ته کار شوی، خو دا هڅې نړیوالو او ټول افغان ولس ته د منلو ندي.

حکیمي دغه راز د ولسي جرګې لخوا د الکوزي شرکت ته دځمکې د ورکړې د رد پریکړې ته په اشارې وویل، په  کور دننه د ځینو  اشخاصو  رقابت سربیره ګاونډي هیوادونه نه غواړي چې افغانستان په کورنیو تولیداتو ځان بسیا شي.

کابل کې د یوناما مشر د بورد ناسته د حکومت د لاسته راوړنو،بروکسل کې د نړیوالو سره د شویو ژمنو،فرصتونو ننګونو د شریکولو له اړخه مثبت وارزوله.

 کلیپ:  تاداماچي یماماتو (( د ګډ بورد ناسته کې  ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله د حکومت لاسته راوړنو،شته فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې، ناامنۍ ،ترهګري او بې کاري  ننګونې دي،خو  د افغانستان بشري ځواک، طبعي سرچینې، او جغرافیوي موقعیت ته په کتو افغانستان ښه راتلونکې لري.)) 

د څارنې او همغږۍ ګډ بورد ناسته  کې د افغان حکومت او مرسته کوونکو په شویو ژمنو او غوښتنو خبرې شوي. 

دغه راز د روان کال اکتوبر په ۱۴ او ۱۵  د کابل او نړیوالې ټولنې د لوړ ربته مامورینو ورته کنفرانس جوړیږي.