د څارنې او همغږي بورد کنفرانس

کابل سبا یکشنبه د څارنې او همغږۍ ګډ بورد د کنفرانس کوربه دی.

دغه کنفرانس کې د افغان حکومت او مرسته کوونکو په هغو ژمنو خبرې کیږي چې کابل او نړیوالې ټولنې د بروکسل ناسته کې کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وایې ناسته کې ولسمشر اشرف غني، کابل کې د یوناما مشر،د مالیې وزیر ،مرسته کوونکو هیوادنونو او سازمانونو استازې ګډون او خبرې کوي.

له اداري فساد سره مبارزه،د مرستو شفاف لګښت، رڼې ټاکنې، د ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوی،د خصوصي سکتور ملاتړ، د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا، عوایدو لوړول او د ولسي تړون پروګرام هغه ژمنې دې چې افغان حکومت به یې دغه ناسته کې مرسته کوونکو ته مالومات ورکړي.