له پاکستان خبرې بیا بې پایلې شوې

کابل او اسلام د عمل پلان په ځینو هغو مواردو خبرې کړي چې کابل کې له توافق پاتې وې.

په دې پلان کې ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، اقتصادي ټیکاو ، سوله او د پولې په دواړو خواوو کې د ترهګرو پرضد ګډ کار کول شامل دي.

ویل کېږي له غرمې وروسته د دواړو پلاوو ترمنځ خبرې خرابې شوي دي.

افغان حکومت له پاکستان دا تمه لري چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د افغان حکومت غوښتنې ومني.

باور کېږي چې د وړو پلاوو په تګ راتګ سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې نه حل کېږي.

داسې ښکاري چې اوس پاکستان د افغان حکومت غوښتنو ته غاړه نه ږدي.