روسیې افغانستان کې د امریکا پریکړه غندلې

روسیه یو ځل بیا د افغانستان لپاره د امریکا په تګلاره نیوکه کړې چې د سولې پرځای یې په جګړه تمرکز کړی.

روسیه چې اوس په افغانستان کې د سولې لپاره ښکاره غږ کړی او په دې برخه کې یې د همکاریو ژمنه کړې، د امریکا په وروستي دریځ سخته نیوکه کړې له افغان طالبانو سره یې د سولې خبرې تحریم کړې. 

کابل کې د روسيې سفیر الکساندر ماتیڅکي وایي،(( د امریکا په نوې تګلاره کې په جګړه تکیه زیاته ده او طالبانو سره یې خبرې تحریم کړي، باید په سوله تمرکز زیات شي، د سولې دروازې دې نه تړل کیږي او موږ هڅه کوو چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړو.))

روسیه د هغه راپورنو په تړاو هم انديښمنه ده چې ویل کیږي د افغانستان شمال کې داعش وسله وال په زیاتیدو دي، روسيي له په دې برخه کې له ناټو د همکارۍ غوښتنه کړې.

د الکساندر په خبره، (( موږ له افغان حکومت او ناټو غواړو چې داعش له منځه یوسي، موږ په تاجکستان کې خپلې مرستې زیاتوو، هلته به له تاجک ځواکونو سره ظرفیت لوړونه باندې کار وکړو چې څنګه کیدای شي د داعش خطر کم کړو.))

روسيي دغه راز د ملي امنیت د رییس خبرو ته په اشارې ویلي چې مسکو له طالبانو سره نظامي مرستې نه کوي او ورسره په اړیکه کې دي چې د سولې خبرو ته یې حاضر کړی.

د ملي امنیت رییس په یوه مرکه کې ویلي و چې روسیه او ایران له افغان طالبانو سره مرستې کوي.