پاکستان اعتراف وکړ

پاکستان دا ځل کابل او ولایتونو کې د شویو خونړیو بریدونو او چاودنو پر اسنادو او شواهدو تر یو بریده اعتراف کړی دی

له اسلام اباده راګرځیدلی د افغان حکومت امنیتي او استخباراتي پلاوي مشران وايي، د ورستیو خونړیو بریدونو په تړاو یې اسلام اباد ته داسې شواهد وړاندې کړي چې هغوی تر یو بریده منلي د ي.

د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي وویل، دا ځل پاکستان ور سره د عملي اقداماتو ژمنه کړې او که په دې اړه یې ناغیړي وکړه نو سیمه ییز او نړیوال فشارونه به نور هم پرې زیات شي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وویل، پاکستاني لوري ترې د داسې ګډ میکانیزم جوړولو غوښته کړې چې دواړه لوري یو بل سره استخباراتي مالومات شریک کړي.

 د افغان چارواکو په وینا پاکستان د هغو اسنادو او شواهدو له څېړنې وروسته چې دوی ور کړي یو پلاوی هم راتلونکو ورځو کې کابل ته رالیږي.