پاکستان افغان لوري ته کسان سپارلي

 

پاکستان له حقاني شبکې او طالبانو سره د اړیکو په تور ۲۷ کسان افغان حکومت ته سپارلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي تېر میلادي کال یې افغان حکومت ته هغه ۲۷ تورن کسان ور سپارلي چې له حقاني شبکې او طالبانو سره یې اړیکې درلودې.

پاکستاني چارواکو ویلي اسلام آباد تر بل هر چا زیات د ترهګرۍ له اړخه قرباني شوی دی.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې بیا په وار وار پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد افغانستان کې د خونړیو بریدونو تر شاه لاس لري.