له حکومت سره د نړیوالې ټولنې ژمنه

 

نړیواله ټولنه دې  سیمه کې د ترهګرو د تولید د مرکزونو او د هغوی د روزنې مخه ونیسي.

 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ناروې له دفاع وزیر سره په کتنه کې دې مطلب ته په اشارې ویلي، طالبان او د هغوی اصلي هستې سولې ته چمتو نه دي او باید وځپل شي.

 

عبدالله عبدالله چې ظاهرآ اشاره یې پاکستان ته وه ویلي، د ترهګرو په ملاتړو د نړیوالې ټولنې فشارونه ددې لامل شوي چې هغوی غبرګونونه وښيي.

 

بلخوا د ناروې دفاع وزیر کابل کې وروستي بریدونه غندلي او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.