افغانستان یواځې نه دی

امریکا به له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغان حکومت یوازې پرېنږدي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مک ماسټر له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په ټلفوني خبرو کې ټینګار کړی چې افغانستان او له دغه هېواده بهر باید د ترهګرو پټنځایونه په نښه شي.

اتمر ویلي ترهګري او د هغوی وحشي بریدونه سیمې او نړۍ ته لوی ګواښ دی او باید رېښې یې وچې شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مک ماسټر کابل او ننګرهار کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او له افغانانو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.