امریکا افغان ځواکونه ستایلي

 

امریکا له ترهګرۍ  سره د مبارزې په برخه کې د افغان سرتېرو سرښندنې ستایلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان له جمهور رییس غني سره په کتنه کې ویلي، افغان پوځيان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او قربانۍ يې باید وستایل شي.

دغه لیدنه چې ارګ کې ترسره شوې، دواړو خواوو پر اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتوالۍ، له سیمه ییزې ترهګرۍ سره په مبارزې، د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو په تړاو هم بحث کړی دی.

جمهور رییس غني همدا راز د کابل ــ واشنګټن ترمنځ د شویو تړونونو په عملي کېدو ټینګار کړی دی.